Home » افغانستان » هېواد کې د کرونا وېروس له امله ۱۲کسان مړه شوي
رویداد خبري آژانس

هېواد کې د کرونا وېروس له امله ۱۲کسان مړه شوي

د افغانستان د عامې ورغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۸۴ کسان په کرونا وېروس اخته او ۱۲ کسانو د مړه کېدو خبر ورکړی دی. له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۴۶۲ ته رسېدلی دی.

د یاد وزارت په خبره، په همدې موده کې له یادې ناروغۍ څخه ۳۰۰ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۷۹ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۳ زره او ۷۴۰ ته لوړ شوی دی.

د یادونې ده چې روغتیا وزارت د تېرې پنجشنبې په ورځ ویلي وو چې په هېواد کې د کرونا وبا دویمې څپې مثبتې پېښې د کمېدو په حال کې دي خو که چېرته هېوادوال روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه ونه کړي نو ښایي د کرونا درېیمه څپه هم خوره شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...