Home » افغانستان » افغان ولسمشر: له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړم
رویداد خبري آژانس

افغان ولسمشر: له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړم

افغان ولسمشر محمد اشرف غني وایي اساسي موخه یې داده چې واک د خلکو په خوښه خپل راتلونکي منتخب ځایناستي ته وسپاري.

ولسمشر غني له سي ان ان ټلویزیوني شبکې سره په تازه مرکه کې یو وار بیا ټینګار کړی چې له ټاکنو پرته به واک بل چاته انتقال نه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې افغانستان اوس داسې یوه ټولنه نه ده چې د طالبانو تیره تګلاره پرې وتپل شي.

افغان ولسمشر د سولې خبرو په تړاو یوې پوښتنې ته ویلي:” افغانستان یو خپلواک، دیموکراټیک، یو موټي او له خپل ځان او سیمې سره د سولې به حال کې دی. که د طالبانو موخه دا وي چې پر موږ مسلط شي او موږ ته د مرګ سوله راکړي، دا به ډېرې منفي پایلې ولري.”

غني د مرکې په یوه بله برخه کې ویلي چې له ۲۰۱۵ کال راهیسې په افغانستان کې تر ۴۰ زرو زیات ملکي وګړي او سرتیري وژل شوي دي.

د ولسمشر په وینا دا په داسې حال کې دي چې په دې موده کې یواځې ۹۸ تنه بهرني سرتیري وژل شوي دي.

دا په داسې حال کې دي چې نن په قطر کې د سولې خبرو دویم پړاو پيلیږي او د دې خبرو پایله کې د لنډمهاله حکومت د جوړړو خبره هم د ژبو پر سر ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...