روغتیا وزارت:هېواد کې د کرونا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې
د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۲۰ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، له دې پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۳ زره او ۳۲۷ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته اووه تنه مړه شوي او ۴۵۱ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۶۰ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۳ زره او ۲۹۱ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې روغتیا وزارت یو وار بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.