Home » افغانستان » امرالله صالح: د ښځو پر حقونو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو به هیڅکله معامله ونه شي
رویداد خبري آژانس

امرالله صالح: د ښځو پر حقونو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو به هیڅکله معامله ونه شي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د سولې بهیر ډېر مهم دي خو په وینا یې د افغانستان پر جمهوریت، بیرغ، د شهیدانو پر وینو، د ښځو پر حقونو او تېرو اتلس کلنو لاسته راوړنو به هیڅکله هیڅ ډول معامله ونه شي.

ښاغلي صالح نن پنجشنبه د جنورۍ ۷ ( مرغومي ۱۸) په ننګرهار کې یې یوې غونډې ته خبرې کولې وویل، د طالب جګړې په هر اړخیزه توګه خپل مشروعیت بایللی دی خو له دې امله چې خپله بریا په جګړه کې ویني له ټوپک څخه لاس نه اخلي.

نوموړي د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې، د افغانستان راتلونکی واکمن به د ټاکنو له لارې ټاکل کېږي او که چېرته طالبان دا مني نو ښه راغلاست ورته وایي خو دده په خبره، طالبان له ټاکنو وېرېږي او دا وېره یې له دې امله ده چې هغوی له ټوپک پرته خپله بقا نه ویني.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...