Home » افغانستان » مسوولین: شمال کې شااوخوا ۷۰ طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

مسوولین: شمال کې شااوخوا ۷۰ طالب وسله‌والو ته مرګ‌ژوبله اوښتې

په شمال کې د ملي اردو دېره قول اردو په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د شااوخوا ۷۰ طالب وسله‌والو د مرګ‌ژوبلې خبر ورکوي.

د ۲۰۹ شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي په یو پیغام کې چې نن سهار یې رسنیو ته استولی دی ویلي چې دې وسله‌والو ته پر افغان امنیتي دفاعي ځواکونو د حملو پر مهال مرګ‌ژوبله اوښتې ده.

هغه زیاته کړه: “د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې زموږ د مسؤلیت په ساحو کې د ترورېستو طالبانو په حملو کې ۳۲ طالب وسله‌وال وژل شوي او ۳۶ نور ټپیان دي. په ټوله کې په تېره یوه ورځ کې د دښمن نږدې ۷۰ وسله‌وال مړه او ټپیان شوي دي.”

ښاغلی رضايي وايي دا نښتې د بلخ، فاریاب او سمنګان په اړوندو سیمو کې شوي.

د شاهین قول اردو د دې ادعا په اړه طالبانو تر اوسه څه نه‌دي ویلي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...