د ارزګان ولایت یو شمېر ځوانان وایي، د جګړو او نا امنيو له امله يې ورځنۍ چاري ټکنۍ شوې او کار روزګار ورته نه پیداکېږي.
دغه ځوانان د بې کارۍ لامل ناامني یادوي او زیاتوي چې په تېرو څو کلونو کې هلته د بېکارۍ کچه خورا لوړه شوې ده.
دوی وايي، د کار په نشتون کې نه يوازې داچي ورځني لګښتونه نه شي پوره کولی، بلکې ډېر شمېر ځوانان نورو ناوړه کارونو ته مخه کوي.
هغوی له حکومت او مسولینو وغوښتل چې کاري فرصتونه او دندې ورته پیدا کړي.
له دې سره په دغه ولايت کې د کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو ریاست هم مني چي په دغه ولايت کې د بی روزګارۍ کچه لوړه ده.
د دغې اداري مشر فضل الرحيم حقبين وايي، د جګړو او نا امنيو له امله د بیارغونې کارونه درېدلي او د کاري سرچينو ډېری برخې له ستونزو سره مخ شوې چې له امله يې ډېر شمېر کسان بی روزګاره پاتې شوي دي.
هغه زیاته کړه: “د بې روزګارۍ کچه ډېره لوړه ده. موږ د حرفوي زده کړو په برخه کې ځوانان روزلي او هغه مو پر کار کړي دي. تر دې وروسته به هم د ځوانانو روزنې ته پام کوو.
اروزګان هغه ولايت دی چي ۸۰ سلنه خلګ يي په کرنه او مالدارۍ بوخت دي چي د تېرو څه باندې درېيو کلنو جګړو په دغه ولايت کې کرنیزې برخي ته ډېر زيان رسولی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس