د افغانستان د عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې تازه ۱۲۰ کسان په کرونا وېروس د اخته کېدو او ۱۱ تنه مړه شوو خبر ورکړی دی. چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۵۲ زره او ۷۰۶ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې له یادې ناروغۍ ۱۱۶ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د یاد وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر ۲ زره او ۲۲۲ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۴۲ زره او ۲۹۱ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې یاد وزارت یو ځل بیا پر هېوادوالو غږ کړی دی چې د کرونا وبا د دویمې څپې پراختیا مخنیوي لپاره دې روغتیایي سپارښتنو ته جدي پاملرنه وکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس