د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د کرونا وېروس له کبله د رامنځ ته شوو زیانونو د مخنیوي لپاره د ۹ سوه میلیاردو ډالرو مرستې مصوبه تایید کړه.
ډونالډ ټرمپ تر دې وړاندې ددغه مرستې له تاییدولو سره مخالفت کاوه، خو اوس یې تایید کړې ده.
د امریکا حکومت غواړي له دغو پیسو په استفادې له وړو سوداګرو، بېکاره شوو او اړمنو امریکایانو سره مرسته وکړي.
تر دې وړاندې هم امریکایي حکومت میلیاردونه ډالر مرسته له خپلو اتباعو سره کړې ده.
د امریکا حکومت وایي هڅه کوي چې په هېواد کې د کرونا وبا ټول منفي تاثیرات ختم کړي له همدې امله د راتلونکې لپاره د مرستو پر طرحو کار کوي.
امریکا یو له هغه هېوادونو دی چې کرونا وبا سخت ځپلی دی چې نه یوزاې روغتیایي برخه بلکې اقتصادي برخه یې هم زیانمنه شوې ده.