افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د ملي پخلاینې د عالي شورا مشر عبدالله عبدالله په کابل کې د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ ( فیفا ) د مشر محمد یوسف رشید پر وژل کېدو خواشیني څرګنده کړې ده.
ناپېژانده وسله والو نن چهارشنبه د دسمبر ۲۳ ( مرغومي۳ ) سهار مهال یوسف رشید د کابل ښار د اوومې ناحیې په مربوطاتو کې په یوه برید کې دی او موټر چلوونکی ووژل شو.
له ولسمشرۍ ماڼۍ له خوا په خپره کړې اعلامیې له مخې، ولسمشر غني ویلي، چې یوسف رشید په افغانستان کې د ولسواکۍ د بنسټیزه کېدو او او د ټاکنیزو بهیرونو د روڼتیا برخه کې قدر وړ هڅې کړې دي او اړوندو مسوولینو ته یې، د دغه تروریستي برید د عاملینو د تشخیص او مجازات په اړه لازمې لارښوونې کړې دي.
هغه پر عامه تاسیساتو او بنسټونو د تروریستي ډلو او ګروپونو د بریدونو زیاتېدو ته په اشارې ویلي، دښمنان په دغه ډول جنایتونو او بریدونو سره اوسنی افغانستان له پرمختګ او د وروستیو لاسته راوړنو له انکشاف څخه چې د افغانانو د بې درېغه کوښښونو او سرښندنو په پایله کې یې ترلاسه کړي، نشي شاته کولی.
بل لوري ته له ملي پخلاینې عالي شورا له خوا په خپره شوې اعلامیې له مخي، عبدالله عبدالله ویلی، چې یوسف رشید د افغانستان د مدني ټولنو یو رسا غږ وه، په ولسواکۍ او د ټاکنو په پروسه کې د نوموړي رول تاثیر لرونکی او نه هیریدونکی دی.
نوموړي زیاته کړې، یوسف رشید د راتلونکې د ټاکلو په برخه کې د خلکو رښتیني ارادې ته ژمن او امانتدار وه او شفافیت ته یې کار کاوه.د یوسف رشید ترور مدني ټولنو او ولسواکۍ ته لویه ضایعه ده.
هغه د هېواد له امنیتي او کشفي ادارو څخه غوښتنه کړې ، چې د فعالو او تاثیر لرونکو څېرو د ترور مخه ونیسي.
فیفا یا د افغانستان د ازادو او عادلانه ټاکنو بنسټ غیر حکومتي بنسټ دی چې په افغانستان کې د ټاکنو پر شفافیت، ټاکنیزو بهیرونو او اړوندو سیستمونو څارنه کوي.