Home » افغانستان » زلمي خلیل‌زاد په سمنګان کې د طالبانو موټر بم حمله وغندله

زلمي خلیل‌زاد په سمنګان کې د طالبانو موټر بم حمله وغندله

د افغانستان سولې لپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیل‌زاد په سمنګان ولایت  کې د طالبانو وروستۍ موټر بم حمله غندلې او ویلي یې دي، دا حمله هغه کسان پیاوړي کوي چې د سولې مخالفت کوي او د سولې د دښمنانو په خوښه لوبېږي.

ښاغلي خلیل‌زاد نن سهار پر ټویټر په یوه بیان کې یو ځل بیا په افغانستان کې د تشدد د پای ته رسولو غوښتنه کړې.

د سمنګان په مرکز کې پرونۍ حمله وروسته له هغه وشوه چې د بندیانو د خوشې کولو په پروسه کې ستونزې راولاړې شوې او طالبانو خبرداری ورکړ چې دوی ته له جګړې پرته بل انتخاب نه‌دی پاتې.

 خلیل‌زاد ټینګار کوي چې امریکا به له طالبانو سره د سولې د موافقې له مخې خپل اقدامات په مشروط ډول ترسره کړي او د بندیانو د تبادلې د بهیر د بشپړولو، د تشدد د کمولو او د بین‌الافغاني خبرو د پیل لپاره به هڅو ته دوام ورکړي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ناروې د کډوالو شورا: له جګړو بیځایه شوي افغانان بیړنیو مرستو ته ضرورت لري

د ناروې د کډوالو شورا ...