
د لغمان امنيه قومندانۍ تروريزم سره د مبارزې مدير سمونوال محمد عثمان په رنجر چاودنه کې يو ملکي مامور سطحي ټپي شوى دى !
د امنيه قومندانۍ واياند شفيع الله افغانيار وايي پيښه نن سهار اته بجې د مهتر لام ښار اړوند سلطان غازی بابا ښار ګوټي کې د يوه موټر سایکل په وسيله چې چاوديدونکي توکي پکې ځای پر ځای شوي ٶ هغه مهال چاودنه کړې چې نوموړي له کورره د دندي پر لور روان ٶ په دغه پيښه کې
سمونوال محمد عثمان او د هغه ساتونکو ته کوم زیان نه دى اوښتي خو په لاره روان یو ملکې مامور سطحي ټپي شوی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس