Home » سیمه او نړی » سودان هېواد د مرتد کېدو قانون لغوه او نامسلمانو ته د شرابو څښل روا کړل

سودان هېواد د مرتد کېدو قانون لغوه او نامسلمانو ته د شرابو څښل روا کړل

د سودان حکومت ځینې قانوني بدلونونه راوستلي، چې نامسلمانو وګړو ته د شرابو څښلو اجازه، د مرتد کېدو د قانون لغوه کېدل او په متروکه د سزا لغوه کېدل پکې شامل دي.

د سودان د عدلیې وزیر نصر الدین عبدالباري د یکشنبې په ورځ وویل “(ژر) به ټول هغه قوانین لغوه کړو چې په سودان کې انساني حقونه تر پښو لاندې کوي.”

تېره اونۍ، حکومت ځینې نوي قوانین تایید کړل، خو دا لومړی ځل دی چې ځینې څو کاله پلې شوي قوانین لغوه کېږي.

سودان د نجونو پر سُنتولو (ختنه) هم بندیز لګولی.

د نوي قانون له مخې، ښځې به له خپلو ماشومانو سره سفر کې د خپل ولي موافقې ته اړتیا ونه لري.

دا سمونونه له واکه د سودان پخواني ولسمشر عمر البشیر له لیرې کېدو وروسته راغلي، چې تېر کال یې پرضد پراخ لاریونونه وشول. نوموړی ټیک ۳۰ کاله د سودان ولسمشر و.

په نوي حکومت کې ځینې داسې شخصیتونه هم شته چې عمر البشیر له واکه لیرې کړي وو.

په خرطوم کې د بي بي سي خبریال محمد عثمان وايي، د قوانینو سمون د تېرې اپرېل میاشتې لومړیو کې تایید شوی، خو اوس یې عملي کېدل پیل شوي.

د سودان د عدلیې وزیر نصر الدین عبدالباري په یوه تلوېزیوني مرکه کې ویلي، نامسلمانو وګړو ته به د شرابو څښلو اجازه ورکړل شي، خو پر مسلمانانو د شرابو څښلو بندیز لاهم هماغه پخوانی دی.

“سودان ټریبیون” ورځپاڼې د وزیر له خولې ویلي، نامسلمانان ښايي له مسلمانانو سره د شرابو څښلو پرمهال له ځینو سزاوو سره مخامخ شي.

سودان کې د ښځو پر سنتولو هم بندیز لګول شوی.

حکومت وايي، هڅه یې د هغو نا مسلمانو وطنوالو ساتل دي، چې د سوداني نفوس کابو ۳ سلنه جوړوي.

اوس دوی شراب واردولی، خرڅولی او څښلی شي.

د سودان د مخکني قانون له مخې، که چا شراب څښلي وای، نو په متروکه وهل کېدل، بندي کېدل او نغدي جریمه کېدل.

په سودان کې مسیحیان لږکي دي، چې تر ډېره پلازمېنه خرطوم، او سوېلي سودان ته څېرمه په جبال النوبة سیمو کې اوسېږي.

په سودان کې پر شرابو بندیز د پخواني ولسمشر جعفر النمیري د واکمنۍ پرمهال (۱۹۸۳) لګول شوی، چې هغه مهال په دې هېواد کې د اسلامي شریعت د نافذولو چارې پیل شوې وې.

ددغه قانون له عملي کېدو سره، په هېواد کې ټول شراب راټول کړل شول او په نیل سیند کې واچول شول.

P
د عکس تشریح،له څه مودې راهیسې د ښځو د حقونو فعالانې د دوی په تړاو اړوندو قوانینو بدلېدل غواړي

کله چې عمر البشیر په ۱۹۸۹ کال ولسمش شو، دغه قانون عملي کولو ته یې دوام ورکړ.

نور کوم سمون راغلی؟

د سودان حکومت له اسلامه د اوښتو (مرتد کېدو) اړوند ماده هم لغوه کړې، چې دا کار یې په سودان کې د تاوده بحث او اختلاف لامل ګرځېدلی. مخکې به له اسلامه د اوښتلو سزا اعدام وه.

د ښځو په تړاو هم قانون کې بدلون راغلی، د ښځو سُنتول جرم ګڼل شوی او که تر دې وروسته څوک دا کار وکړي، نو درې کاله بندي کېدای او نغدي جریمه کېدای شي.

د عدلیې وزیر وايي، دا تعدیل ځکه اړین و، چې د هېواد قوانین یوشان، له اساسي قانون او له نړیوالو قوانینو او تړونونو سره یووالی راشي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

اسلام‌اباد کې د ايران او امريکا خبرې بې نتيجې پای ته ورسېدې

د امريکا د ولسمشر مرستيال ...