د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ ټول اووه غړي وژل شوي دي.
د راپورونو له مخې دغه پېښه تېره شپه د کندهار په ارغنداب ولسوالۍ کې هغه مهال رامنځ ته شوې چې هوایي ځواکونو غوښتل پر وسله والو طالبانو برید وکړي خو اوس د سیمې اوسېدونکي وایي چې په پېښه کې ټول ملکي وګړي وژل شوي او د یوې کورنۍ غړي دي.
د سیمې خلکو د وژل شوو جسدونه د اعتراض په توګه د کندهار ولایت مقام مخې ته راوړي دي او د عدالت غوښتنه کوي.
د کندهار ولایت مقام تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
بل لوري ته د افغانستان د ملي دفاع وزارت په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، تېره ورځ طالبانو د کندهار ژیړۍ، ډنډ، ارغنداب، میوند او شاه ولیکوټ ولسوالیو کې د افغان ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.چې د امنیتي ځواکونو په ځوابه بریدونو پایله کې ۵۰ تنه وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.
د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، د متقابل برید په لړ کې ۱۳ ځای پرځای شوي ماینونه د ملي اردو انجینرۍ ټیم له لوري کشف اوشنډ شوي.