د ننګرهار چارواکي وایي، چې د دغه ولایت په لعلپورې ولسوالۍ اړوند په یوه کور کې د وسله والو طالبانو یوه ډیپو کشف کړې ده.
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي، چې د یاد ولایت په لعلپورې ولسوالۍ په مارسنګۍ سیمه کې د ملي امنیت ځواکونو د عملیاتو په ترڅ کې د طالبانو اړوند یوه ډیپو کشف او ورڅخه یې وسلې او مهمات تر لاسه کړې دي.
د ننګرهار ولایت امنیتي چارواکي وايي په دغو عملیاتو کې د سید نبي نوم یو کس هم نیولی دی.

د ملي امنیت ځواکونو په یاد عملیاتو کې یوشمېر وسلې او مهماتو هم ترلاسه شوي دي،۴۵۰ فیره بم افګن، ۴۱۹۰ فیره د کلاشینکوف مرمۍ، ۲۶ فیره د را کټ انداز مرمۍ، څلور فیره د هاوان مرمۍ، ۱۷ بکسې بېلا بېلې مرمۍ، ۱۴ عدده د را کټ انداز پټاقۍ،درې میله کلاشینکوف او نور توکې شامل وو.

د یادو عملیاتو پر مهال امنیتي ځواکونو او ملکي خلکو ته کوم زیان ندی اوښتی .