Home » سیمه او نړی » امریکا په سومالیې کې هم د پوځیانو شمیر کموي
رویداد خبري آژانس

امریکا په سومالیې کې هم د پوځیانو شمیر کموي

د امریکا د دفاع وزارت یا پنټګان وایي د جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ په لارښوونې د سومالیې نه اکثریت امریکایي عسکر راباسي.

پنټګان په یوې لنډې بیانیې کې ویلي چې د ۲۰۲۱ کال په پیل به د سومالیې نه اکثریت امریکایي پوځیان او وسایل وایستل شي. په خبرپاڼه کې دا ندي ویل شوي چې څومره پوځیان ایستل کیږي او څومره به یې هلته پاتې وي.

شاوخوا ۷ سوه امریکایي عسکر په سومالیه کې دیره دي. دغه امریکایي ځواکونه د الشباب د وسله والې ډلې سره د جګړې لپاره د سومالې امنیتي ځواکونه روزې او سلا مشورې ورته ورکوي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ د جمهوري ریاست د انتخاباتو نه وروسته هڅه کوي چې په بهرنیو هیوادونو کې د امریکایي ځواکونو د ترویزم ضد فعالیتونه کم او عسکر بیرته کور ته ستانه کړي او یا یې شمیر لږ کړي.

جمهور رئیس ډانلډ ټرمپ پداسې وخت کې په سومالیه کې د امریکایي عسکرو د شمیر د کمولو خبره کوه چې پوځي چارواکي د الشباب د وسله والې ډلې د فعالیتونو په هکله اندیښنه څرګندوي.

ښاغلي ټرمي د سومالیې تر څنګ په افغانستان او عراق کې هم د عسکرو د شمیر د کمولو امر کړی.

د امریکا د لوی درستیزانو د کمیټې مشر جنرال مارک میلي وایي ” که الشباب همداسې پرېښودل شي، هغوي کولی شي چې په سیمه کې د امریکا په ګټو او آن امریکا عملیات وکړي”.

جنرال میلي دا ومنله چې سومالیه د امریکایي ځواکونو لپاره یو خطرناک هیواد دی.

د امریکا د دفاع سرپرست وزیر کرسټوفر میلر هم تیره اوونۍ د لنډې مودې لپاره سومالیه ته تللی و او هلته یې د امریکایي عسکرو سره کتلي و.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په هند کې څه باندې ۳۰ هوايي ډګرونو خپل فعالیتونه ځنډولي

د هند او پاکستان ترمنځ ...