Home » افغانستان » ضمیر کابلوف؛ له افغانستانه د امریکایي سرتیرو وتل خطرناک بللي
رویداد خبري آژانس

ضمیر کابلوف؛ له افغانستانه د امریکایي سرتیرو وتل خطرناک بللي

د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي چې له افغانستان څخه په بېړه د امریکایي سرتیرو وتل به بدې پایلې ولري.

ضمیر کابلوف زیاته کړې، په دې وروستیو کې له افغانستان څخه د امریکایي سرتیرو وتلو خبرې ګرمې شوې دي خو د افغانستان وضعیت ته له کتو پرته به د ځواکونو ایستلو پرېکړه ښې پایلې ونه لري.

کابلوف ویلي، فکر نه کوي چې له افغانستان څخه دې د ځواکونو وتلو پرېکړه د افغانستان وضعیت کې د پام وړ بدلون راوستلی شي.

نوموړي دغه راز ویلي، د ناټو عمومي منشي له افغانستان څخه د ځواکونو ایستلو موضوع اندېښمنونکې بللې او په وینا یې ناټو په افغانستان کې د ماموریت اوږده تجربه لري نو غوره به دا وي چې په دې برخه کې د هغه له مشورو ګټه واخیستل شي.

د یادونې ده چې تر دې وړاندې د ناټو سازمان په ګډون یو شمېر هېوادونو له افغانستان څخه د ټولو امریکایي سرتېرو وتل خطرناک بللي او له امریکایي چارواکو څخه یې په دې اړه د غور غوښتنه کړې ده.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...