Home » افغانستان » صالح:د ۳۶۰۰ مجرمینو له ډلې د خلکو په همکارۍ ۷۰۰ کسان مو نیولي
رویداد خبري آژانس

صالح:د ۳۶۰۰ مجرمینو له ډلې د خلکو په همکارۍ ۷۰۰ کسان مو نیولي

د ولسمشر لومړی مرستیال امرالله صالح وایي چې د ۳۶۰۰ مجرمینو له ډلې د خلکو په همکارۍ ۷۰۰ کسان یې نیول شوي دي.

امرالله صالح نن یکشنبه، د نومبر ۱۴ (لړم۲۴) د شپږ نیمو بجو جلسې په اړه په خپرو کړو معلوماتو کې ویلي چې دوی د کابل ښار د امنیت لپاره خورا کوټلي ګامونه اوچت کړي دي او د مجرمینو د نیولو لړۍ روانه ده.

د نوموړي په خبره دوی د ۳۶۰۰ مجرمینو په اړه په کابل ښار کې معلومات خپاره کړي وو او له خلکو یې د همکارۍ غوښتنه کړې وه چې له دې ډلې ۷۰۰ کسه یې نیول شوي دي.

هغه همدا راز وایي چې په کابل ښار کې له پولیسو سره د خلکو همکاري ډېره شوې ده او په کابل کې یې پر ټولو امنیتي حوزو امر کړی چې خپلو اصلي دندو ته ور وګرځي او د ښار په منظمولو کې همکاري وکړي.

امرالله صالح دغه راز ویلي چې د ترهګریزو فعالیتونو د کمولو او د ورانکاره کړیو په پېژندلو کې هم هڅې ډېرې شوې دي او هڅه کېږي د ترهګریزو فعالیتونو د پراختیا مخه ونیول شي.

نوموړي ویلي چې امنیتي میثاق به ډېر ژر له کابل ولایتونو ته هم پراخه شي.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...