دافغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په هېواد کې د کرونا وبا ۱۸۶ نورې مثبتې پېښې ثبت شوې دي، چې له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۲ زره او ۷۹۵ ته رسېدلی دی.
د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا وېروس اخته لس تنه مړه شوي او ۵۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.
د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر ۵۹۱ او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۵ زره او ۲۴ ته لوړ شوی دی.
د یادونې ده چې د هوا په سړېدو سره پر کرونا وبا د اخته کېدونکو کسانو شمېر یو ځل بیا مخ په لوړېدو دی.