Home » افغانستان » ملګري ملتونه: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکې لري
رویداد خبري آژانس

ملګري ملتونه: طالبان لا هم له القاعده شبکې سره پیاوړې اړیکې لري

د ملګرو ملتونو یوه لوړپوړي چارواکي له رسنیو سره په خبرو کې ویلي دي چې طالبانو له امریکا سره د سولې هوکړه تر دې مه نه ده عملي کړې او لا هم له القاعده شبکې سره نږدې اړیکې لري.

په ملګرو ملتونو کې د القاعده شبکې، داعش ډلې او طالبانو د څارنې د ډلې دغه لوړپوړي غړي له بي بي سي انګلیسي سره په خبرو کې ویلي، طالبان به هېڅ وخت له القاعده شبکې سره خپلې تاریخي اړیکې خرابې نه کړي او دغه دواړه ډلې په ډېره لوړه کچه اړیکې لري او په خپلو کې سلا مشورې کوي.

سرچینه همدا راز له طالبانو سره د پاکستاني جنګیالیو اړیکې هم پیاوړې بولي او په خبره یې په دې وروستیو کې ځینې پاکستاني جنګیالي د طالبانو په غوښتنه افغانستان ته تللي دي او دوی ته ویل شوي چې له افغانستان بهر به جګړې نه کوي.

وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...