Home » افغانستان » په افغانستان کې۹۵ کسان په کرونا وېروس اخته شوي
رویداد خبري آژانس

په افغانستان کې۹۵ کسان په کرونا وېروس اخته شوي

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وایي چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې د کرونا وبا ۴۸۹ نمونې څېړل شوې دي چې له ډلې یې د ۹۵ هغو پایله مثبته وه، له دې سره پر یادې ناروغۍ د اخته کسانو شمېر ۴۱ زره او ۳۲ ته رسېدلی دی.

د روغتیا وزارت په وینا، په همدې موده کې پر کرونا اخته پنځه تنه مړه شوي او ۶۷ نور بیا بېرته روغ شوي دي.

د روغتیا وزارت د وروستیو معلوماتو له مخې، تر اوسه په هېواد کې له کرونا وبا د مړه شویو کسانو ټول شمېر یو زر او ۵۲۳ ته او د بېرته رغېدلیو هغه بیا ۳۴ زره او ۲۱۷ ته لوړ شوی دی.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...