غزني کې د یوه ماین د چاودنې له امله نهه ملکیان وژل شوي دي.
د غزني د والي ویاند واحد جمعه زاده رویداد خبري اژانس ته وویل:” نن سهار شاوخوا لس بجې د غزني ښار د دویمه حوزې په مربوطاتو کې د روضې په سیمه کې وسله والو طالبانو یو ماین ځای پر ځای کړی وو، چې پر ټونیس موټر چادونه کړې له امله یې ۱۲ ملکي وګړو ته پکې مرګ ژوبله اوښتې.”
نوموړي زیاته کړه:” په پېښه کې د یوه سرتیري په ګډون ۹ ملکي وګړي وژل شوي او درې تنه نور ټپیان دي.”
طالبانو بیا تراوسه په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.
په دې وروستیو کې په ګڼو ولایتونو کې د سړک غاړې ماینونو د چاودنې له امله ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اوړي چې دې مسئلې جدي اندېښنې پارولې دي.