Home » افغانستان » د بشر حقونو خپلواک کمېسیون؛ تخار کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدل تائید کړل
رویداد خبري آژانس

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون؛ تخار کې د ۱۲ ماشومانو وژل کېدل تائید کړل

د بشر حقونو خپلواک کمېسیون وايي، د دوی د څېړنو پر اساس په تخار ولایت کې د افغان امنیتي ځواکونو له خوا په یو جومات د هوایي برید له کبله ۱۲ ماشومان وژل شوي دي.

د بشرحقونو خپلواک کمېسیون د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، د دوی معلومات ښیي چې د چهارشنبې په ماښام افغان امنیتي ځواکونو د تخار ولایت مرکز تالقان ته اړوند د هزاره قشلاق په سیمه کې پر یو جومات داسې حال کې هوايي برید کړی چې یو شمېر وسله‌وال طالبان له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

اعلامیه لیکي، په دغه برید کې ۱۲ ماشومان وژل شوي چې هلته په زده کړو بوخت وو او دغه راز د جومات د ملا امام په ګډون ۱۸ تنه نور ټپیا شوي  دي.

اعلامیه لیکي، د یاد کمېسیون په دغه برید خواشیني ښودلې او له حکومت څخه یې د یاد برید په تړاو د څېړنو غوښتنه کړې.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...