Home » افغانستان » لغمان کې چاودنې د ولسوال په ګډون ۴تنه وژلي
رویداد خبري آژانس

لغمان کې چاودنې د ولسوال په ګډون ۴تنه وژلي

په لغمان ولایت کې د سرک غاړې ماین چاودنه کې د ولسوال په ګډون څلور کسان وژل شوي او دوه تنه نور ټپیان دي.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزی وايي چې د اکتوبر پر ۷ (تلې۱۷) له غرمې وروسته شاوخوا دوه بجې د دغه ولایت د دولت شاه ولسوالۍ ولسوال سید شریف پاچا چې په یوه ټانک کې سپور و، د اندا کوري سیمه کې پرې د سرک غاړې ماین چاودنه کړې چې له کبله یې د ولسوال په ګډون څلور تنه وژل شوي او دوه تنه نظامیان یې ټپیان کړي دي.

نوموړی زیاتوي چې د ټپیانو روغتیایې حالت د ډاډ وړ دی.د پېښې مسوولیت چا نه دی منلی.

د یادونې وړ ده چې د اکتوبر پر شپږمه هم د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دې ولایت د ولایتي شورا د رییس په موټر د سرک غاړې ماین چاودنه کړې وه چې د هغه په ګډون په کې درې تنه ژوبل شوي ول.

او د اکتوبر پر پینځمه هم د لغمان د والي په کاروان موټر بم چاودنې اته تنه وژلي ول او ۳۶ نور یې ټپیان کړي ول.

شریکول:

About رویداد خبری آژانس

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

په سمنګان ولايت کې ترافيکي پېښې‌ ۳۶ کسانو ته مرګژوبله اړولې

د سمنګان امنيه قومانداني خبر ...