
چارواکي وایي، د سومالیا د پلازمېنې موګادیشو له بندره بهر نن ۷ تنه هغه مهال ووژل شول چې پولیسو د ځانمرګي برید کوونکي پر یوه موټر ډزې وکړې.
د سومالیا د اطلاعاتو وزارت ویاند اسماعیل مختار ویلي، کله چې د ځان مرګي دا موټر د پولیسو له لومړۍ تالاشۍ په بیړه تېر شو، دویمې ته په رسېدو پولیسو ډزې پرې وکړې او وچاودېد.
د راپورونو له مخې چاودنه کې ۲ پولیس او یو شمېر ملکیان هم ټپيان شوي دي.
د دغې پېښې مسئولیت تراوسه چا په غاړه نه دی اخیستی، خو هلته له دې وړاندې له القاعده شبکې سره تړلې الشباب وسله والې ډلې ورته بریدونه کړي دي.
دغه ډله څو کاله مخکې له موګادیشو وشړل شوه، خو دوی دغه ساحلي ښار کې پر هوټلونو او نورو ورته اهدافو بریدونو ته دوام ورکړی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس