د ا.ا د کورنیو چارو وزارت وايي، په هرات ولایت کې یې دوه کسان د صنعتي غوړیو د بستهبندۍ او د خوراکي او پخلي غوړیو په نوم د پلورلو په تور نیولي دي.
د دغه وزارت په وینا، نیول شویو کسانو هغه صنعتي غوړي چې د چرګانو فارمونو او د صابون جوړولو په صنعت کې کارول کېږي، په بېلابېلو بڼو بستهبندي کول او د خوراکي غوړیو په توګه یې بازار ته وړاندې کول.
وزارت زیاتوي، د دغو غوړیو د پروسس یو مرکز او څو ګودامونه یې هم کشف کړي او له نیول شویو کسانو څخه یې شاوخوا ۳ زره او ۲۰ لیټره صنعتي غوړي ترلاسه او ضبط کړي دي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس