د تاجکستان سفیر سعدي شریفي له افغانستان سره پر ګډه پوله د یوه ګډ بازار جوړولو لپاره د خپل هېواد لېوالتیا څرګنده کړې ده.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې په خبرپاڼه کې راغلي، چې شریفي په کابل کې د دې خونې له عمومي رییس سیدکریم هاشمي سره لیدلي او د دواړو هېوادونو ترمنځ یې د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کړې دي.
د خبرپاڼې له مخې، تاجک سفیر ویلي چې د دغه بازار موخه د دواړو هېوادونو سوداګرو، پانګهوالو او اوسېدونکو ته د راکړې ورکړې او اقتصادي همکاریو د اسانتیاوو برابرول دي.
بلخوا، هاشمي تاجکستان ته د لږ تر لږه ۱۰ کسیز افغان سوداګریز پلاوي د سفر لپاره د اسانتیاوو غوښتنه کړې، څو افغان سوداګر د دغه هېواد له سوداګریزو او پانګیزو فرصتونو سره بلد او له تاجک سوداګرو سره مستقیمې اړیکې جوړې کړي.
دواړو لورو د منظم تګ راتګ، سوداګریزو لیدنو او دوهاړخیزو همکاریو پر پراختیا هم ټینګار کړی دی.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس