Home » افغانستان » اوچا د ۸۲۴ زره افغانانو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته ځانګړې کړه
اوچا

اوچا د ۸۲۴ زره افغانانو لپاره ۱۸ میلیونه ډالر بیړنۍ مرسته ځانګړې کړه

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) په افغانستان کې د ۸۲۴ زره زیانمنونکو خلکو د ملاتړ لپاره د ۱۸ میلیونه ډالرو بیړنۍ مرستې منظوري ورکړې ده.

اوچا په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ژمي په رارسېدو سره د خوړو نه‌خوندیتوب او بشري اړتیاوو د زیاتوالي له امله دغه بودجه ځانګړې شوې ده.

د خبرپاڼې له مخې، دغه بودجه به د خوړو خوندیتوب، کرنې، روغتیا، تغذیې، ساتنې، سرپناه، د څښاک پاکو اوبو او حفظ‌الصحې په برخو کې او بشري پروژو د پلي کېدو ملاتړ وکړي.

اوچا وايي، د دې مرستو موخه د ۲۰۲۶ او ۲۰۲۷ کلونو د ژمي او د وچکالۍ په موسم کې د اړمنو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو پوره کول، د ناروغیو او مړینو مخنیوی او د اړینو بشري خدمتونو دوام دی.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) ...