Home » سیمه او نړی » د قطر او بریتانیا چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي
قطر او بریتانیا

د قطر او بریتانیا چارواکو د دوه‌اړخیزو اړیکو او سیمه‌ییزو کړکېچونو په اړه خبرې کړې دي

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر ډاکټر محمد بن عبدالعزیز بن صالح الخلیفي، د سې‌شنبې په ورځ د بریتانیا په پلازمېنه لندن کې د منځني ختیځ او شمالي افریقا په چارو کې د بریتانیا د دولت له وزیر سټیفن ډاوټي سره لیدلي دي.


د قطر د بهرنیو چارو وزارت د معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د دوه‌اړخیزو اړیکو پر پیاوړتیا، د منځګړیتوب په برخه کې د لاسلیک شوي هوکړه‌لیک پر عملي کولو او د شخړو د سوله‌ییز حل په برخه کې د همکاریو پر پراختیا خبرې کړې دي.

د معلوماتو له مخې په دې کتنه کې د افغانستان سربېره د فلسطین، لبنان او سوریې د وروستیو حالاتو په اړه هم خبرې شوې دي. دواړو لوریو په سیمه کې د کړکېچونو د کمولو، د امنیت او ثبات د پیاوړتیا او د ډیپلوماټیکو هڅو د همغږۍ پر اړتیا ټینګار کړی دی. د قطر د بهرنیو چارو وزارت د دولت وزیر د سمندري تګ راتګ د ازادۍ د تضمین او په سیمه کې د تلپاتې سولې لپاره د یوه هر اړخیز هوکړه‌لیک د ترلاسه کولو په موخه د ټولو ډیپلوماټیکو هڅو ملاتړ څرګند کړی دی.
ډاکټر محمد بن عبدالعزیز الخلیفي په لندن کې د بریتانیا د ملي امنیت له سلاکار جوناتن پاول سره هم لیدلي دي. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په وینا، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د همکاریو د پراختیا، د سیمې د وروستیو تحولاتو او د ډیپلوماټیکو هڅو د همغږۍ په اړه خبرې شوې دي. دواړو لوریو د سیمه‌ییزو کړکېچونو د کمولو او د امنیت او ثبات د پیاوړتیا لپاره پر نږدې همکارۍ ټینګار کړی دی.

زرمينه دولتزۍ

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ...