Home » افغانستان » جلالي: له افغانستان پرته د سیمې اقتصادي نښلونې تصور له واقعیت لېرې دی
افغانستان

جلالي: له افغانستان پرته د سیمې اقتصادي نښلونې تصور له واقعیت لېرې دی

د ا.ا د بهرنیو چارو وزارت دویم سیاسي رئیس ذاکر جلالي، د اقتصادي همکاریو سازمان (ECO) په غونډه کې د ا.ا ته د بلنې نه ورکولو په غبرګون کې ویلي، له افغانستان پرته د سیمې د اقتصادي یوځای کېدو او نښلونې تصور له واقعیت لېرې.

جلالي پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، سوداګري، ټرانزیټ او اقتصادي همکاري د هېوادونو ترمنځ د سیاسي اختلافاتو د کمولو او متقابل باور د پیاوړتیا مهمې وسیلې دي؛ خو د نوموړي په وینا، په سیمه کې لا هم زاړه لیدلوري حاکم دي او اقتصادي اړیکې د سیاسي اختلافاتو له امله زیانمنېږي.

هغه زیاته کړې، افغانستان به د روان کال په ډسمبر کې په تهران کې د اقتصادي همکاریو سازمان په سرمشریزه کې ګډون وکړي.

دا په داسې حال کې ده چې پاکستان د دغه سازمان د بهرنیو چارو وزیرانو د شورا ۳۰مه غونډه په اسلام‌اباد کې رابللې، خو د ا.ا استازو ته یې بلنه نه ده ورکړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ویلي، ا.ا ته د بلنې نه ورکول د سازمان د کړنلارو او دود له مخې شوي دي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو ...