Home » سیمه او نړی » د غزې د اوربند له پیل راهیسې ۱۶۴۷ فلسطینیان وژل شوي
غزه

د غزې د اوربند له پیل راهیسې ۱۶۴۷ فلسطینیان وژل شوي

د غزې د روغتیا وزارت وايي، د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر په ۱۱مه د اوربند له پیل راهیسې په غزه کې د وژل شویو فلسطینیانو شمېر ۱۶۴۷ تنو ته رسېدلی دی.

د دغه وزارت په وینا، یوازې د یکشنبې په ورځ څلور نور فلسطینیان وژل شوي، چې یو یې د پخوانیو ټپونو له امله مړ شوی دی.

د ياد هېواد د روغتیا وزارت د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۵ زره او ۹۶۹ کسان ټپیان شوي او د ۸۵۰ نورو کسانو جسدونه هم له خاورو راایستل شوي دي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تاجکستان؛ له افغانستان سره پر ګډه پوله د ګډ بازار جوړولو وړاندیز کړی

د تاجکستان سفیر سعدي شریفي ...