د شکرې ناروغۍ له نړۍوالې ورځې سره هممهاله کابل کې یو شمېر ناروغان وايي، د درملنې د لوړ لګښت له امله د خپل روغتیايي وضعیت منظمه څارنه نشي کولای. ورته مهال، د یو شمېر ولایتونو اوسېدونکي هم د تشخیص او درملنې د مرکزونو نشتوالی، د متخصصو ډاکټرانو کمښت او د لارو لرېوالی روغتیايي خدمتونو ته د لاسرسي پر وړاندې اساسي ستونزې بولي.
د کاپیسا د یوې لرې پرتې سیمې اوسېدونکې خدیجه چې خپل استوګنځي کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص او درملنې د امکاناتو نشتون له امله اړ ده چې هره میاشت د درملنې لپاره کابل ته سفر وکړي. نوموړې وايي، د پلار وزګاري او د عاید د بلې سرچینې نشتون د دوی کورنۍ ته د تګ راتګ او د درملنې د لګښتونو برابرول ستونزمن کړي دي.
خدیجه رویداد خبري اژانس ته وايي: «هره میاشت د درملنې لپاره کابل ته ځم. پلار مې وزګاره دی او بل عاید نه لرو. له ډېرو اقتصادي ستونزو سره سره خپله درملنه کوم. زموږ په سیمه کې د شکرې متخصص ډاکټران نشته. هره میاشت وزیر اکبرخان روغتون ته ځو خو هلته یوازې انسولین راکوي او نور درمل باید خپله واخلو.»
ورته مهال، د کابل ښار د لسمې ناحیې اوسېدونکې بيبي ګل چې اته کاله وړاندې د شکرې پر ناروغۍ اخته شوې وايي، د درملنې لوړو لګښتونو یې څو ځلې ډاکټر ته تګ ځنډولی دی.
نوموړې رویداد خبري اژانس ته وايي، د اقتصادي ستونزو له امله د تېر کال له ژمي راهیسې تر اوسه د خپلې ناروغۍ معاینې لپاره ډاکټر ته نه ده تللې.
بيبي ګل ټینګار کوي: «له تېر ژمي راهیسې ډاکټر ته نه یم تللې. ډاکټر پنځلس ورځو کې یو ځل معاینې او درملنې لپاره غوښتلم خو ما ورته وویل چې اقتصادي توان نه لرم. یوه میاشت وروسته یې بیا وغوښتلم خو هغه وخت هم لاړه نشوم. ډېره موده کېږي چې ډاکټر ته نه یم تللې؛ ځکه د درملنې د لګښتونو د ورکړې توان نه لرم او روغتیايي وضعیت مې هم خراب شوی دی.»
ورته مهال، د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر امانالله ځاځي ارثي عوامل، له حده زیات چاغوالی، لږ فعالیت، د منظم فزیکي فعالیت نشتوالی، ناسمه تغذیه او د بدن د دفاعي سیستم په فعالیت کې ګډوډي د شکرې ناروغۍ د رامنځته کېدو له اغېزمنو عواملو څخه بولي.
نوموړی د دې ناروغۍ مخنیوي لپاره د سالم غذایي رژیم مراعاتول، د ترکاریو منظم مصرف، د نوشابو او غوړو خوړو کمول، منظم فزیکي فعالیت او له تنباکو څخه ډډه کول اړین ګڼي.
د نوموړي په وینا، د وینې د شکر د کچې منظمه معاینه او کافي خوب هم د روغتیا په ساتلو او د شکرې ناروغۍ د خطر په کمولو کې اړین رول لري.
بلخوا، د روغتیا نړۍوال سازمان استازی ادوین سنیزا سالوادور وايي، د شکرې ناروغي په افغانستان کې د عامې روغتیا پر یوې جدي ستونزې بدله شوې او ډېری ناروغان هغه مهال د خپلې ناروغۍ له شتون څخه خبرېږي چې دې ناروغۍ یې روغتیا ته جدي زیانونه اړولي وي.
نوموړي ټینګار کړی چې د دې وضعیت کنترولولو لپاره بېړنۍ پانګونې ته اړتیا ده. د روغتیا نړۍوال سازمان د استازي په وینا، افغانستان کې د شکرې ناروغۍ د تشخیص خدمتونه له هرو شلو دولتي روغتیايي مرکزونو څخه یوازې یو مرکز کې د لاسرسۍ وړ دي.
رویداد خبري اژانس د شکرې پر ناروغۍ د اخته کسانو د شمېر او په مرکز او ولایتونو کې هغوی لپاره د تشخیص او درملنی د خدمتونو د څرنګوالي په اړه د معلوماتو تر لاسه کولو په موخه څو ځله د عامې روغتیا وزارت له چارواکو سره اړیکه ونیوله خو هغوی په دې اړه معلومات ورنه کړل.
هر کال د شکرې د نړیواله ورځ نمانځل کېږي. د دې ورځې د نومولو موخه د شکرې ناروغي، د هغې د مخنیوي لارو د تشخیص او درملنې په اړه د عامه پوهاوي لوړول دي.
راپور: شمین نجرابي
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس