د ډاکټر له تشخیص او د درملو د جانبي عوارضو په اړه له پوهاوي پرته د درملو کارول د خلکو روغتیا له جدي خطر سره مخ کړې ده. روغتیاپالان خبرداری ورکوي چې د درملو ناسمه کارونه د معدې د وینې بهېدنې او تنفسي ستونزو او دغهراز د هوښیارۍ د کچې ټیټېدو او ان د مړینې لامل کېدای شي.
یو شمېر ښاریان وایي، کله چې ناروغ شي، ډاکټر ته د تللو پر ځای په کور کې شته درمل کاروي او یا هم له درملتونونو څخه له نسخې پرته درمل اخلي. د دوی په وینا، د درملنې لوړ لګښت او درملو ته اسانه لاسرسی هغه عوامل دي چې په کورنیو کې یې دا ډول چلند زیات کړی دی.
د کابل ښار د اتمې ناحیې اوسېدونکې روینا وایي، تېر کال یې د ډاکټر له مشورې پرته درمل خوړلي و چې د هغې له امله ورته سخت حساسیت او تنفسي ستونزه پیدا شوې ده.
نوموړې رویداد خبري اژانس ته وایي: «تېر کال سر درد وم او په کور کې مو د درملو یوه بسته لرله، له هغې مې یوه ګولۍ وخوړه خو شاوخوا شل دقیقې وروسته مې حالت ډېر خراب شو، حساسیت مې پیدا کړ، ساه مې تنګه شوه، بدن مې سست شو او سر مې ګرځېده، ان له خپل ځایه نه شوم پورته کېدای.»
د کابل ښار د یوولسمې ناحیې اوسېدونکې هدیه هم وایي، په کورنۍ کې یې د درملو دوامدار او له نسخې پرته کارونه په تدریجي توګه د دې لامل شوې چې اوس باید د پخواني اغېز ترلاسه کولو لپاره ډېره اندازه درمل وکاروي.
نوموړې زیاتوي: «یو ځل مې خپلسري درمل وکارول چې له امله یې راته حساسیت او ساه لنډي پیدا شوه. له هغې وروسته داسې احساس کوم چې درمل راباندې د پخوا په څېر اغېز نه کوي، که پخوا به مې یوه ګولۍ خوړله، اوس اړ کېږم چې دوه یا درې ګولۍ وخورم.»
ورته مهال، د کوتل سر اوسېدونکې ۲۷ کلنه راضیه وایي چې د درملو د جانبي عوارضو په اړه د پوهاوي نشتون او اقتصادي ستونزې هغه لاملونه دي چې له امله یې د دوی په کورنۍ کې خپلسري درمل کارول کېږي.
نوموړې وایي: «زموږ د کورنۍ مشران ډېر درمل کاروي او وایي چې درمل پرې نور اغېز نه کوي. بلخوا، د درملو بیه لوړه ده او موږ یې د اخیستو توان نه لرو، ما هم د غاښ درد لپاره هر هغه درمل وکارول چې نورو راته سپارښتنه کړې وه خو هېڅ پایله یې نه لرله. ان څو ځلې مې پلار درمل راوړل او ما پرته له دې چې پوه شم څو ځله یې باید وکاروم، وخوړل چې له امله یې زما بدن کمزوری شو.»
د داخله ناروغیو متخصص ډاکټر امانالله ځاځي د درملو خپلسرې کارونه خطرناکه بولي او وایي، د درملو ناسمه کارونه د معدې د زخم او وینې بهېدنې، ساه لنډۍ، د شونډو او ستوني پړسېدو، لوړې تبې، بېهوښۍ او د هوښیارۍ د کچې ټیټېدو لامل کېدای شي. د نوموړي په وینا، ځینې درمل د وینې د فشار او د وینې د شکرې کچه هم لوړولای او په سختو مواردو کې د ناروغ ژوند له ګواښ سره مخ کولای شي.
نوموړي د درملو د جانبي عوارضو په اړه د خلکو نه پوهاوی، په کورونو کې شته درملو ته اسانه لاسرسی، له روغتیايي مرکزونو څخه لرېوالی، اقتصادي ستونزې، د خپلوانو او شاوخوا خلکو سپارښتنې او په ټولنیزو رسنیو کې د درملو اعلانونه د خپلسري درملو د کارونې د زیاتېدو اړین لاملونه بولي.
نوموړی د دې ستونزې د مخنیوي لپاره د رسنیو، ښوونځیو، جوماتونو او روغتیايي مرکزونو له لارې د عامه پوهاوي زیاتول اړین ګڼي او له خلکو غواړي چې د ډاکټر له تشخیص او سپارښتنې پرته درمل ونه کاروي.
هغه دغهراز ټینګار کوي چې خلک باید د درملو له کارونې وروسته غیرعادي نښې جدي وګڼي او د یوه درمل د جانبي عوارضو د له منځه وړلو لپاره له ځانه بل درمل ونه کاروي. د ډاکټر ځاځي په وینا، ناروغان چې کله ډاکټر ته ځي، باید د درمل نوم، اندازه او د استعمال مودې په اړه معلومات تر لاسه کړي او د درملو بسته هم له ځان سره یوسي.
سره له دې چې درملو ته لاسرسی اسانه شوی خو د ډاکټر له تشخیص او مشورې پرته د درملو کارونه د ناروغۍ د درملنې پر ځای نوې روغتیايي ستونزې رامنځته کولای شي؛ دا هغه موضوع ده چې د درملو د سمې کارونې په اړه د خلکو د پوهاوي لوړول او روغتیايي مرکزونو ته پر وخت مراجعه کول تر بل هر وخت لا اړینوي.
راپور: شمین نجرابی
ژباړه: فوزیه حسنخېل
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس