Home » افغانستان » د پاکستان په راولپنډۍ کې ۱۳ افغان کډوال نیول شوي
افغانستان او پاکستان

د پاکستان په راولپنډۍ کې ۱۳ افغان کډوال نیول شوي

راپورونه وايي چې پاکستاني پولیسو د دغه هېواد په راولپنډۍ ښار کې د پلټنېزو عملیاتو پر مهال ۱۳ افغان کډوال نیولي، چې اته تنه یې ښځې دي.

د ډان ورځپاڼې د راپور له مخې، نیول شویو افغانانو د پلټنو پر مهال د استوګنې معتبر اسناد نه دي وړاندې کړي او پولیسو وروسته د اسلام‌اباد په H-9 سیمه کې د کډوالو د توقیف او بېرته ستنولو مرکز ته لېږدولي دي.

پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د بې‌اسناده بهرنیو وګړو د بېرته ستنولو پلان له مخې د افغان کډوالو د نیولو او ایستلو لړۍ پیل کړه. دغه بهیر وروسته پراخ شو او د افغان تابعیت کارت (ACC) لرونکي او د افغان کډوالو نورې ډلې هم پکې شاملې شوې.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هرات کې د صنعتي غوړیو د خوراکي غوړیو په نوم د پلورلو په تور دوه کسان نیول شوي دي

د ا.ا د کورنیو چارو ...