Home » افغانستان » کندهار کې د مسافروړونکي ترمینل چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې
کندهار

کندهار کې د مسافروړونکي ترمینل چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې

د ا.ا د ټرانسپورټ او هوايي چلند وزارت وايي، د کندهار ولایت په باغ پل سیمه کې د ۱۶۷ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه معیاري مسافروړونکي ترمینل د جوړولو چارې ۷۰ سلنه بشپړې شوې دي.

دغه وزارت پر خپله اېکس‌پاڼه لیکلي، چې په یاد ترمینل کې د مسافرو او موټرچلوونکو لپاره بېلابېلې اسانتیاوې په پام کې نیول شوې دي.

د وزارت د معلوماتو له مخې، د ترمینل پاتې چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

فتانه کمال

شریکول:

About Agency Roydad News

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

تر ۲۰۳۵ کال پورې به مسلمانان د نړۍ تر ټولو لویه دیني ډله شي

د امریکا د پېو (Pew) ...