د مني موسم په رارسېدو او د ژمي په نږدې کېدو سره د کابل ښار په بېلابېلو سیمو کې ترافیکي ګڼهګوڼه زیاته شوې او د پلازمېنې اوسېدونکي د تګ راتګ په برخه کې له ګڼو ستونزو سره مخ دي. د نفوس زیاتوالی، د ورځو لنډېدل، په یو وخت کې د کارکوونکو تګ راتګ او د ودانیزو پروژو دوام هغه عوامل دي چې د مسوولینو په وینا په ښار کې یې ترافیکي ګڼهګوڼه زیاته کړې ده.
یو شمېر ښاریان وایي چې ترافیکي ګڼهګوڼه یې ډېر وخت ضایع کوي او په ځینو مواردو کې د دې لامل کېږي چې خپل کار ځای او ورځنیو پلانونو ته په ځنډ سره ورسېږي.
د کابل ښار یو تن اوسېدونکی احمد وایي، هره ورځ کار ځای ته د تګ پر مهال له سختې ترافیکي ګڼې ګوڼې سره مخ کېږي او کله کله هغه لاره چې په عادي حالت کې یو څو دقیقې وخت نیسي، د ترافیکي ګڼې ګوڼې له امله ډېر وخت نیسي.
نوموړی زیاتوي، دغه وضعیت سره له دې چې د خلکو وخت ضایع کوي، د ښاریانو ستړیا او د تګ راتګ ستونزې هم زیاتوي.
ورته مهال، ټکسي چلوونکي هم وایي چې ترافیکي ګڼېګوڼې د دوی پر کاري فعالیت او ورځني عاید منفي اغېز کړی دی. د دوی په وینا، د تګ راتګ د وخت اوږدېدل او د تېلو د لګښت زیاتوالي د دوی کاري لګښتونه لوړ کړي او د هغوی د ورځنیو سپرلیو شمېر یې کم کړی دی.
د کابل ښار یو تن ټکسي چلوونکی محمد وایي: «پخوا مو په یو ساعت کې څو مسیره بشپړول خو اوس د ترافیکي ګڼېګوڼې له امله کله کله یو لنډ مسیر نیم ساعت یا تر دې ډېر وخت ته اړتیا لري. په پایله کې د تېلو لګښت زیاتېږي او د سپرلیو شمېر کمېږي.»
له بلې خوا، د کابل د شرطه مرور ریاست مسوولین په دغه ښار کې له شته ظرفیت څخه د نفوس زیاتوالی پر سړکونو د ترافیکي ګڼېګوڼې له اړینو لاملونو څخه بولي.
د دوی په وینا، د مني او ژمي په موسمونو کې د ورځو لنډېدل د دې لامل شوي چې د دولتي ادارو، موسسو او خصوصي سکټور کارکوونکي، هټۍوالو او نورو کسبګرو سره په یو وخت کې خپلو کار ځایونو ته لاړ او بېرته خپلو کورونو ته ستانه شي. دغه وضعیت په ښار کې د وسایطو شمېر او ترافیکي ګڼهګوڼه زیاته کړې ده.
د شرطه مرور مسوولین په بېلابېلو سیمو کې د کابل ښاروالۍ او نورو ادارو له لورې د ودانیزو پروژو پلي کول هم د ترافیکي ګڼېګوڼې یو بل اغېزناک لامل ګڼي.
دوی وایي، د شرطه مرور منسوبین د سهار له لومړیو ساعتونو څخه د شپې تر ناوخته پورې د ښار پر سړکونو حضور لري او د وسایطو د تګ راتګ د تنظیمولو له لارې هڅه کوي چې ترافیکي ګڼهګوڼه کمه او ښاریانو لپاره د اسانه تګ راتګ زمینه برابره کړي.
ورته مهال، ښاریان د ترافیک د غوره مدیریت، د تګ راتګ د وختونو تنظیم، د سړکونو د وضعیت د ښه والي او د ښاري ترانسپورتي وسایطو د زیاتوالي غوښتنه کوي څو په ځانګړې توګه د ژمي په موسم کې اوږد انتظار او د تګ راتګ ستونزې کمې شي.
د نفوس او وسایطو زیاتوالی، د سړکونو د ظرفیت محدودیت او د ورځو لنډوالی هغه عوامل دي چې لا یې هم په کابل ښار کې د تګ راتګ پر وړاندې ستونزې رامنځته کړي؛ هغه وضعیت چې غوره مدیریت، ښاري پلان جوړونې، منظمې همغږۍ او د اړوندو ادارو ګډو هڅو ته اړتیا لري.
ترافیکي ګڼېګوڼه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس