د جرمني نهه کسیز طبي ټیم د دوه اوونیز ماموریت په ترڅ کې د بامیان په ولایتي روغتون کې شاوخوا ۲۰۰ ناروغان ارزوي، چې له ډلې به یې تر ۱۵۰ کسانو پورې د تخصصي جراحي عملیاتو لپاره وټاکل شي.
د ا.ا د عامې روغتیا وزارت وايي، دغه ټیم د یاد وزارت په همغږۍ او د آغاخان د روغتیايي خدمتونو مؤسسې په همکارۍ فعالیت کوي او ناروغانو ته به وړیا تشخیصي او جراحي خدمتونه وړاندې کړي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، په دې درملنیزو خدمتونو کې پلاستیکي جراحي، د سوځېدلو غړو درملنه، د مورزادي نیمګړتیاوو اصلاح، د جګړو له امله د رامنځته شویو ټپونو درملنه او د پېچلو ناروغیو درملنه شامله ده.
همداراز، جرمني ډاکټران به افغان ډاکټرانو، جراحانو او د طب محصلانو ته نظري او عملي روزنه هم ورکړي.
د عامې روغتیا وزارت زیاتوي، چې د دغه ماموریت ټول لګښتونه د رضاکارو ډاکټرانو او همکارو بنسټونو له لوري ورکول کېږي او اړین درمل او طبي تجهیزات هم له ځان سره افغانستان ته راوړل شوي دي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس