Home » افغانستان » د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې
سوداګرۍ او پانګونې خونه

د افغانستان او بلاروس ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو پر پراختیا خبرې وشوې

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې رئیس سید کریم هاشمي د بلاروس د افغانستان لپاره له نوي غیرمقیم سفیر الکساندر سرگیویچ اوګورودنیکوف او مل پلاوي سره يې لیدلي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د خبرپاڼې له مخې، په دې لیدنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو پر پراختیا، د سوداګریزو راکړو ورکړو پر زیاتوالي او د خصوصي سکتورونو ترمنځ د همکاریو د فرصتونو پر رامنځته کولو خبرې شوې دي.

سید کریم هاشمي د افغانستان د صادراتي محصولاتو د معرفي کولو او بازارموندنې په برخه کې د بلاروس د همکارۍ غوښتنه کړې او همداراز یې د هېواد د بازار اړتیاوو ته په کتو د نفتو د اړینو توکو د برابرولو لپاره د اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار کړی دی.

په ورته مهال، د بلاروس سفیر د دوه‌اړخیزو همکاریو پراختیا ته لېوالتیا ښودلې او د دواړو هېوادونو د سوداګریزو بنسټونو او خصوصي سکتورونو ترمنځ یې د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی دی.

دواړو لورو د افغانستان او بلاروس د اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو د ګټې اخیستنې په موخه د اړیکو او ګډو همکاریو پر دوام هم ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

ټرمپ: د افغانستان جګړه مې په درېیو اوونیو کې ګټلای شوه

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ...