د افغانستان د سولې په برخه کې د امریکا پخواني ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د پاکستان د پوځ د ویاند احمد شریف چوهدري هغو څرګندونو ته غبرګون ښودلی، چې افغانستان یې بېدولته هېواد بللی دی.
خلیلزاد پر خپله اېکسپاڼه لیکلي، د پاکستان د پوځ ویاند په پاروونکې او دښمنانه ژبه ویلي، چې «افغانستان دولت نه دی»، خو د نوموړي دا ادعا د نړیوالو حقوقو له مخې ناسمه ده.
نوموړي ټینګار کړی، چې افغانستان د پاکستان له رامنځته کېدو څو پېړۍ وړاندې د یوه دولت په توګه شتون درلود.
هغه دغه څرګندونې د پاکستان د پوځ د ویاند د ادعا په غبرګون کې کړې دي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس