د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې دغه هېواد د دوشنبې په ورځ د خپرېدونکې سرګلولې لرونکي ستراتیژیک کروز توغندي ازموینه کړې ده.
د رویټرز خبري اژانس د راپور له مخې، د شمالي کوریا د توغندیو ادارې ویلي، چې په دې ازموینه کې د توغندي د الوتنې ځانګړنې او د عمودي مسیر له لارې د هدف ویشتلو وړتیا ارزول شوې ده.
د شمالي کوریا چارواکو ادعا کړې، چې دغه توغندی د منځنۍ کچې خپرېدونکې سرګلولې په لرلو سره د پنځو تر شپږو هکتارو پورې سیمه په نښه کولای شي.
د راپور له مخې، د توغندي د هدف ویشتلو وروستۍ مرحله کې د مانور وړتیا هم ښه شوې، څو د هدف د سیمې له طبیعي او جغرافیایي ځانګړنو سره سم برید ترسره کړي.
د يادونې وړ ده، چې د شمالي کوریا دولتي خبري اژانس د دې ازموینې په اړه نور جزییات نه دي خپاره کړي.
فتانه کمال
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس