Home » سیمه او نړی » الازهر د منځني ختیځ د جګړو د پای ته رسولو لپاره د بېړنۍ منځګړې کمېټې غوښتنه کړې
امام احمد الطیب

الازهر د منځني ختیځ د جګړو د پای ته رسولو لپاره د بېړنۍ منځګړې کمېټې غوښتنه کړې

د الجزیرې او نورو رسنیو د راپورونو له مخې، د مصر الازهر مذهبي بنسټ په منځني ختیځ کې د جګړو او تاوتریخوالي د پای ته رسولو لپاره د عربي او اسلامي هېوادونو د بااعتباره شخصیتونو په ګډون د یوې بېړنۍ منځګړې کمېټې د جوړېدو غوښتنه کړې ده.
د راپور له مخې، د الازهر ستر امام احمد الطیب د یکشنبې په ورځ، د اکتوبر په ۱۸مه، له عربي او اسلامي هېوادونو وغوښتل چې جګړې سمدستي ودروي او خپلې اختلافات د خبرو اترو له لارې حل کړي.
الازهر خبرداری ورکړی چې په سیمه کې روانې جګړې د بې‌ګناه خلکو د مرګ‌ژوبلې، د سرچینو د له منځه تلو او د سیمه‌ییز ثبات د ګواښلو لامل شوې دي. یاد بنسټ وړاندیز کړی چې منځګړې کمېټه دې د ښکېلو لورو ترمنځ د خبرو اترو زمینه برابره کړي، ترینګلتیا کمه او د شخړو سوله‌ییز حل ته لاره هواره کړي. الازهر د دغې کمېټې د هڅو د ملاتړ لپاره هم چمتووالی ښودلی دی.
دا غوښتنه په داسې حال کې شوې چې د یمن او سعودي عربستان ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی دی. د اسوشیټډ پرېس د راپور له مخې، د یکشنبې په ورځ د یمن په صعده ولایت کې په یوه هوايي برید کې لږ تر لږه نهه کسان، چې پنځه ماشومان او دوه ښځې هم پکې شامل دي، وژل شوي او ۱۹ نور ټپیان شوي دي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

رویټرز: ایران په هرمز تنګي کې پر بېړیو بریدونه زیاتوي

رویټرز خبري اژانس د دوو ...