Home » افغانستان » ازبکستان افغانستان ته د درملو د رسولو د اسانتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ
ازبکستان افغانستان

ازبکستان افغانستان ته د درملو د رسولو د اسانتیاوو پر پراختیا ټینګار وکړ

د ازبکستان د درملو جوړولو شرکتونو، د درملو د صنعت د پراختیا ادارې او په افغانستان کې د یونیسف استازو په یوه ګډه غونډه کې افغانستان ته د درملو د برابرولو او رسولو د بهیر د اسانه کولو پر لارو چارو خبرې کړې دي.
په ازبکستان کې په ترسره شوې دې غونډه کې د درملو د نړیوال پېر او پلور له انلاین پلاتفورمونو څخه د ګټې اخیستنې، د درملو د کیفیت د نړیوالو معیارونو د پلي کولو او د سیمه‌ییزو همکاریو د پراخولو موضوعات څېړل شوي دي.
همدارنګه، ګډونوالو د درملو د پېرلو د بهیر پر روڼتیا، د داوطلبۍ پر اصولو، د دوه‌اړخیزو هوکړه‌لیکونو پر میکانیزمونو او افغانستان ته د درملو د برابرولو لپاره پر شته فرصتونو بحث کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

هند او روسیې د افغانستان او پاکستان په اړه د خبرو اترو اووم پړاو ترسره کړ

د هند د بهرنیو چارو ...