Home » دسته‌بندی نشده » ملګري ملتونه: ۲.۲ میلیارده وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري
ملګري ملتونه

ملګري ملتونه: ۲.۲ میلیارده وګړي د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري

ملګرو ملتونو په خپل تازه راپور کې ويلي، چې په نړۍ کې لا هم شاوخوا ۲.۲ میلیارده کسان د څښاک خوندي او مدیریت شویو اوبو ته لاسرسی نه لري، ۳.۴ میلیارده وګړي له خوندي روغتیايي او حفظ‌الصحې خدماتو بې برخې دي او ۱.۷ میلیارده نور په خپلو کورونو کې د لاسونو مینځلو لومړنیو اسانتیاوو ته لاسرسی نه لري.
د ملګرو ملتونو د ۲۰۲۶ کال د دوامدار پرمختګ د موخو د راپور له مخې، دغه شمېرې د ۲۰۲۴ کال وضعیت ښيي او څرګندوي چې د اوبو او حفظ‌الصحې په برخه کې د پرمختګونو سربېره، لا هم میلیاردونه وګړي له اساسي خدماتو محروم دي.
د راپور له مخې، د اوبو سرچینې د ککړتیا، د اوبو د کمښت او پر سرچینو د زیات فشار او کمزوري مدیریت له امله له جدي ننګونو سره مخ دي.
ملګري ملتونه ټینګار کوي چې د اوبو د کیفیت څارنه، د فاضلابو خوندي تصفیه او د اوبو سرچینو دوامدار مدیریت د دغو ستونزو د کمولو لپاره مهم دي.
ملګري ملتونه همداراز وايي، د اوبو د سرچینو په مدیریت کې د هېوادونو ترمنځ همکاري لا هم پیاوړتیا ته اړتیا لري او په ځینو سیمو کې د اوبو د کمښت کچه د اندېښنې وړ ده. د سازمان په وینا، د ۲۰۳۰ کال تر پایه ټولو خلکو ته د څښاک پاکو اوبو، خوندي روغتیايي خدماتو او حفظ‌الصحې اسانتیاوو برابرولو لپاره باید پانګونه زیاته، د اوبو مدیریت پیاوړی او د هېوادونو ترمنځ همکاري پراخه شي. د ملګرو ملتونو د اټکل له مخې، که اوسنی بهیر دوام وکړي، نړۍ ښايي تر ۲۰۴۹ کال مخکې د اوبو مدیریت په برخه کې د دوامدار پرمختګ موخې ترلاسه نه کړي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ټرمپ د استیضاح غوښتونکی امریکايي جګړن په پوځي تورونو تورن شو

د امریکا د هوايي ځواک ...