Home » دسته‌بندی نشده » په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۵ کسان د څلورو لارو له لارې افغانستان ته راستانه شوي
د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون

په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۹۵۵ کسان د څلورو لارو له لارې افغانستان ته راستانه شوي

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون راپور ورکړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د تورخم، سپین‌بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو ۱۹۵ کورنۍ، چې ټولټال ۹۵۵ کسان کېږي، هېواد ته راستنې او ثبت شوې دي.

د راپور له مخې، په همدې موده کې له نیمروز څخه د ورېښمو پل له لارې ۱۱۰۲ نور مسافر هم هېواد ته راستانه شوي دي.د یاد کمېسیون د معلوماتو له مخې، په تورخم، سپین‌بولدک او کابل کې ۲۱ کورنۍ، چې ۱۰۴ کسان کېږي، بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او د ټرانسپورټ لګښتونه یې هم ورکړل شوي دي. همداراز، په همدې ورځ له ۲۷ راستنېدونکو کورنیو سره ټولټال ۲۲۴ زره افغانۍ مالي مرسته شوې او ۴۹ سیمکارټونه هم وېشل شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون زیاتوي، چې راستنېدونکو کډوالو ته خوراکي او روغتیايي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. د راپور له مخې، په دې لړ کې سلګونه ناروغان تداوي شوي او زرګونه خوراکه ډوډۍ هم پر راستنېدونکو کډوالو وېشل شوې ده.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

امریکا د سپاه پاسداران د پنځو قوماندانانو د معلوماتو لپاره ۱۰ میلیونه ډالره جایزه ټاکلې

د امریکا د بهرنیو چارو ...