رویټرز د راپور ورکړی چې د ډونالډ ټرمپ ادارې د اکتوبر پر ۹مه د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګولي دي. چې دې اقدام له اروپایي متحدینو سره د واشنګټن د ډیپلوماټیک کړکېچ د زیاتېدو اندېښنې راپورته کړې دي.
د جرمونو نړیوالې محکمې دغه بندیزونه غندلي او هغه یې د قانون پر حاکمیت او نړیوال حقوقي نظم برید بللی دی. محکمې ویلي، چې دا بندیزونه د هغې د فعالیتونو د ګډوډولو او د هغو کسانو د وېرولو هڅه ده چې له محکمې سره کار کوي یا ورسره همکاري کوي. خو محکمې ټینګار کړی، چې د دغو فشارونو له امله به له خپل ماموریت څخه لاس وانخلي.
بلخوا، د اسرائیلو لومړي وزیر بنیامین نتانیاهو د ټرمپ د پرېکړې هرکلی کړی او نړیواله محکمه یې یوه سیاسي اداره بللې ده. نوموړي ادعا کړې، چې دغه محکمه د ملي حاکمیت او په ټوله نړۍ کې د قانونپالو ډیموکراسۍ لپاره جدي ګواښ دی.
محکمې له خپلو غړو هېوادونو غوښتي، چې د امریکا د بندیزونو پر وړاندې یې ملاتړ وکړي او د فعالیتونو د دوام لپاره ورسره همکاري وکړي.
دا لومړی ځل نه دی چې د امریکا حکومت د جرمونو پر نړیوالې محکمې بندیزونه لګوي؛ واشنګټن تر دې وړاندې هم د دغې محکمې پر ځینو قاضیانو او څارنوالانو بندیزونه لګولي وو.
د جرمونو پر نړيوالې محکمه
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس