Home » افغانستان » د افغان کډوالو جبري ستنېدنې؛ پر بنسټیزو خدمتونو فشار زیات شوی
UNHCR

د افغان کډوالو جبري ستنېدنې؛ پر بنسټیزو خدمتونو فشار زیات شوی

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمېشنرۍ (یو اېن اېچ سي آر) په خپل تازه راپور کې ویلي، چې د ۲۰۲۶ کال له پیل راهیسې له ایران څخه څه باندې ۵۸۱ زره افغان کډوال افغانستان ته ستانه شوي دي.
د راپور له مخې، له دې ډلې ۴۹۲ زره او ۳۰۰ کسان په جبري توګه بېرته لېږدول شوي، چې د ټولو ستنېدونکو شاوخوا ۸۵ سلنه جوړوي.
د کډوالو عالي کمېشنرۍ خبرداری ورکړی، چې د افغان کډوالو پراخې ستنېدنې په افغانستان کې پر بنسټیزو خدمتونو، د استوګنې پر ځایونو او د خلکو پر معیشت فشار زیات کړی دی.
دغه اداره وايي، د راستنېدونکو د زیاتوالي له امله کوربه ټولنې هم له ګڼو اقتصادي او ټولنیزو ستونزو سره مخ شوې دي.
د یو اېن اېچ سي آر په وینا، د راستنېدونکو ډېری افغانان له محدودو مالي امکاناتو سره هېواد ته ستنېږي او د سرپناه، روغتیايي خدمتونو او زده‌کړو ته د لاسرسي په برخه کې له ستونزو سره مخ دي. دې ادارې پر دوامدارو او انعطاف‌منونکو بشري مرستو ټینګار کړی، څو د راستنېدونکو او کوربه ټولنو اړتیاوو ته رسېدنه وشي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

لاوروف: د افغانستان ثبات ته باید سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري زیاته شي

د روسیې د بهرنیو چارو ...