Home » افغانستان » سي‌اېن‌اېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي
سي‌اېن‌اېن

سي‌اېن‌اېن: کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو بې‌برخې شي

د سي‌اېن‌اېن په خپل تازه راپور کې ويلي، چې کابل ښايي تر ۲۰۳۰ کال پورې د څښاک له اوبو په بشپړه توګه بې‌برخې شي.

دغې امریکايي رسنۍ ویلي، چې د کابل د اوبو بحران لا له وړاندې د ښار پر ګڼو اوسېدونکو اغېز کړی او یو شمېر کورنۍ د اوبو د ترلاسه کولو لپاره له جدي ستونزو سره مخ دي.
سي‌اېن‌اېن د کابل د اوبو بحران د اغېزو د څرګندولو لپاره د خیرخانې سیمې د یوې اوسېدونکې بېلګه هم وړاندې کړې ده.
راپور زیاتوي، چې وچکالي، د ځمکې لاندې اوبو د کچې کمېدل، اقلیمي بدلون او د کابل د نفوس چټک زیاتوالی د اوبو د بحران له مهمو لاملونو څخه دي. سي‌اېن‌اېن خبرداری ورکړی، چې که د اوبو د کمښت د مخنیوي لپاره جدي اقدامات ونه شي، کابل به په راتلونکو کلونو کې له لا سخت وضعیت سره مخ شي.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

لاوروف: د افغانستان ثبات ته باید سیمه‌ییزه او نړیواله همکاري زیاته شي

د روسیې د بهرنیو چارو ...