Home » افغانستان » د متقي او یو شیاویونګ لیدنه؛ پر سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال ټینګار
د مسکو فارمټ

د متقي او یو شیاویونګ لیدنه؛ پر سیمه‌ییز ثبات او اقتصادي اتصال ټینګار

د ا.ا د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د مسکو فارمت د اتمې ناستې په څنډه کې د افغانستان لپاره د چین له ځانګړي استازي یو شیاویونګ سره لیدلي دي.
دواړو لورو د افغانستان او چین پر دوه اړخیزو اړیکو، د سیمې پر وضعیت او د ګډو همکاریو د پراختیا په اړه خبرې کړې دي. د بهرنیو چارو وزارت د خبرپاڼې له مخې، امیرخان متقي د مسکو فارمت په چوکاټ کې د افغانستان په اړه د چین له رغنده او متوازن دریځ څخه مننه کړې او ویلي یې دي چې د متقابل درناوي او ګډو ګټو پر بنسټ د دواړو هېوادونو د اړیکو د لا پیاوړتیا زمینه برابره ده.
یو شیاویونګ د افغانستان او چین اړیکې مثبتې بللې او د سیمې د وضعیت په اړه یې د چین لیدلوری له افغان لوري سره شریک کړی دی.
هغه د سیمه‌ییز ثبات، متقابلې همکارۍ او د افغانستان د اقتصادي او سیمه‌ییز اتصال لپاره د ګډو هڅو پر اهمیت ټینګار کړی دی.

شریکول:

About Dawlatzai Zarmina

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *

*

x

Check Also

د ښوونکي نړیواله ورځ؛ د ښوونکي د رول، حقونو او ملاتړ پر اهمیت ټینګار

د اکتوبر ۵مه هر کال ...