روسي رسنیو د مسکو د بهرنیو چارو وزارت د یوه چارواکي، الکساندر سټرنیک، له قوله راپور ورکړی چې روسیه د افغانستان او تاجیکستان پر ګډه پوله د امنیت وضعیت له نږدې څاري.
سټرنیک ویلي، مسکو د تاجیکستان د سویلي پولو د امنیت د ټینګښت په برخه کې له دغه هېواد سره خپلو همکاریو ته دوام ورکوي. د هغه په وینا، د روسیې امنیتي ادارې د تاجیکستان سرحدي ځواکونو ته تخنیکي وسایل، پوځي تجهیزات او وسلې برابروي.
د روسي چارواکي په وینا، دغه مرستې د تاجیکستان او افغانستان د پولې د پیاوړتیا لپاره د ډلهییز امنیت تړون سازمان د پنځه کلن پروګرام او د تاجیکستان د وسلهوالو ځواکونو د عصري کولو د پروګرام په چوکاټ کې ترسره کېږي.
مسکو
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس