د ا.ا ویاند ذبیحالله مجاهد، وايي چې پاکستان پوځ تېره شپه په کنړ او پکتیکا ولایتونو کې ملکي سیمې د هوايي بریدونو هدف ګرځولي دي.
مجاهد ویلي چې په دغو بریدونو کې په کنړ کې یوه ښځه او دوه نارینه وژل شوي او دوه ښځې او دوه نور نارینه ټپیان شوي دي. د هغه په وینا، ټول قربانیان ملکي وګړي او د سیمې اوسېدونکي وو.
هغه زیاته کړې چې په پکتیکا ولایت کې هم یو کور او یو دوکان د بمبارۍ هدف ګرځېدلي، خو په دې پېښه کې د مرګژوبلې راپور نه دی ورکړل شوی.
مجاهد دغه بریدونه «تجاوز او ظلم» بللي او غندلي یې دي.
نوموړي ټینګار کړی چې د پاکستان پوځي اقدام د دغه هېواد له امنیتي ناکامیو څخه د عامه افکارو د اړولو په موخه ترسره شوی دی.
مجاهد همداراز ویلي چې افغانستان به دغو بریدونو ته «مناسب ځواب» ورکړي.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس