د بریټانیا پخواني لومړي وزیر بوریس جانسون په «ډیلي مېل» کې په خپله تازه مقاله کې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان د زندان د شرایطو په اړه اندېښنه څرګنده کړې ده.
جانسون ادعا کړې چې ۷۳ کلن عمران خان په یوه کوچنۍ، له حشراتو ډکه خونه کې، چې مساحت یې شاوخوا ۶ په ۸ فوټه کې ده او بيت الخلا هم پکې شامل دی ساتل کېږي. د هغه په وینا، په خونه کې کړکۍ نشته او خان د اوږدې مودې لپاره له نورو کسانو جلا ساتل کېږي.
جانسون وايي، عمران خان د اوږدې مودې لپاره کتابونو، ورځپاڼو او د لیدونکو له کتلو څخه محدود شوی، چې له بهرني نړۍ سره یې اړیکه کمزورې کړې ده. د عمران خان کورنۍ او سیاسي ملګرو هم ورته څرګندونې کړې دي. خو د پاکستان حکومت دا ادعاوې ردوي او وايي چې خان کتابونو او نورو مطالعاتي موادو، تلویزیون، د تمرین وسایلو، کورني خوراک او طبي درملنې ته لاسرسی لري.
د معلوماتو پر اساس، تر دې د مخه د پاکستان سترې محکمې د اګست په ۱۸مه امر کړې و چې عمران خان دې د طبي معاینې لپاره روغتون ته ولېږدول شي، او وروسته د اګست په ۲۱مه حکومت وویل چې متخصصو ډاکټرانو هغه معاینه کړی او د زندان ته د ستنېدو لپاره یې روغ بللی دی.
رویداد خبري آژانس په افغانستان کې لومړنۍ دیجټلي خبري آژانس